د ۲۱۵ عزم قول اردو د اتمي خالد بن وليد سرحدي لواء منسوبینو د دلارام ولسوالي په مربوطاتو کې یو شمېر هېوادوال او د هغوی وسایط د سېلابونو له اوبو ژغورلي دي.
يادې قول اردو ويلي، تېره شپه د اتمي خالد بن وليد سرحدي لواء د انجنيرۍ آمریت ټیمونو په سېلابونو کې بندپاتې کسان او څو ټېلر ژغورلي دي.
د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد ټولو اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د سېلابونو له ګواښ څخه د خلکو د ژغورنې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي. چارواکي وایي، د اړتیا پرمهال به د ژغورنې دا ډول عملیات دوام ومومي او له زیانمنو خلکو سره به مرسته وشي.

