د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د وروستیو ورښتونو له امله د غزني ولایت په «خواجه عمري» ولسوالۍ کې د «دهدولت» کوچنی ذخیروي بند له اوبو ډک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو اوبه تغذیه او په کرنیزو حاصلاتو کې د پاموړ زیاتوالی راشي.
سرچینې لیکلي چې دا بند پروسږ کال د «ډي آر سي» موسسې له لوري جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی و.
د یادولو ده چې د تېرې اوونۍ پرلهپسې ورښتونو له امله د هېواد په ډېرو سیمو کې ذخیروي بندونه له اوبو ډک شوي او د سیندونو د اوبو کچې لوړې شوې دي.

