د هلمند د کرنې ریاست د پلان او همغږۍ مدیر شفیق الله مبین رسنیو ته ويلي، په دې ولایت کي د وروستیو سختو ورښتونو او ورپسې سېلابونو د هلمند په مرکز لښکرګاه او ګڼ شمېر ولسوالیو کې پراخ زیانونه اړولي دي. د ښاغلي مبین په قول، وروستیو ورښتونو سلګونه بزګران او مالداران له درنو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند د کرنې ریاست د ساحوي مسوولینو د موندنو له مخې، په لوړه او زیاته کچه ورښتونه او سېلابونه د لښکرګاه ښار تر څنګ د سنګین، ګرمسېر، نوزاد، واشیر، باباجي، مارجې، ناوه میش، موسی قلعه، کجکي، خانشین، باغران، بغني او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راوتي دي.
په یادو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله کرنیزې ځمکې، کروندې، بڼونه او د مالدارانو څاروي سخت زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرکزي او ساحوي کارکوونکي دا مهال په زیانمنو سیمو کې د دقیقو ارقامو د راټولولو په بهیر بوخت دي چې د زیانونو بشپړ راپور به له نهایي کېدو وروسته له اړوندو مسوولینو سره شریک شي.
لومړني معلومات ښيي چې په دې طبیعي پېښو کې شاوخوا (٢٣٤٤) جریبه کرنیزه ځمکه او کروندې له منځه تللي او همدارنګه سلګونه څاروي تلف شوي دي، خو دا شمېرې لا تر اوسه نهايي نه دي.
بل لور ته، زیانمن شوي بزګران او مالداران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بېړنیو بشري او مالي مرستو ته سخته اړتیا لري. دوی له حکومت، مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د دوی لاسنیوی وکړي، څو وکولای شي خپل ژوند بېرته عادي حالت ته را وګرځوي. د یادونې وړ ده چې سږنیو ورښتونو یوازې هلمند نه دی زیانمن کړی، بلکې د هېواد ګڼ ولایتونه یې د سرومال له زیان سره مخ کړي.

