د وروستیو سختو بارانونو له امله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي، چې په پایله کې یې ۱۵ کورونه، یو شمېر هټۍ او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.
د لوګر د رسنیو دفتر له قوله، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د ازرې ولسوال مولوي نورالله «غالب» ترڅنګ د نورو اړوندو ادارو استازي هم سیمې ته رسېدلي او زیانمن شوي کسان یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي، ترڅو د ځاني تلفاتو مخه ونیول شي.
مولوي نورالله «غالب» له زیانمنو سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې ټول باید لاسونه سره ورکړي او له سېلابځپلو سره همکاري وکړي.
نوموړي له خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو هم غوښتي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او له اغېزمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي. یاده دې شي چې ازره د لوګر ختیځ ته پرته یوه غرنۍ ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت پکې طبیعي افتونه جوړ کړي تاسیسات له منځه وړي او هلته شته خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوانوي.

