ډېر لوستل شوي

غرني کې ټرافیکي پېښې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني امنیه قومنداني رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د موټر اوښتو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه د قرباغ ولسوالۍ، لیونۍ بازار ته څېرمه د یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر چپه‌کېدو له کبله رامنځته شوې، چې له امله یې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۱۳ کسان ټپیان او یو ماشوم نادرکه شوی. د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې د پېښې بشپړ جزیات به وروسته خپاره کړي.

اړوند خبرونه