د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د لغمان ولایت مرکز په شمول یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د راپورونو له مخې، چې دغه طبیعي پېښې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د سیندونو او درو په نږدې کلیو کې، پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي.
د معلوماتو له مخې، ګڼ شمېر استوګنیز کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي، کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او د خلکو حاصلات له منځه تللي دي. سربېره پر دې، ځینې عامه زېربناوې لکه لارې، پلونه او د اوبو کانالونه هم زیانمن شوي چې د خلکو تګ راتګ او ورځني ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د لغمان د ولایتي مسوولینو له قوله، په ځینو سیمو کې د سېلابونو د چټک بهیر له امله د څارويو د تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې د کلیوالو اقتصاد ته یې زیان رسولی دی. همدارنګه، یو شمېر کورنۍ بېځایه شوي دي. د لغمان ولایت سیمهییزو مسوولینو اړوندو ادارو او مرستندویو موسسو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې، تر څو زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او د زیانونو دقیق ارزونه ترسره کړي.

