د پکتیا د ګردېز- ډنډ پټان لویه لاره د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په ځینو برخو کې په لنډمهالي ډول تړل شوې ده. د یاد ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست ويلي چې په دې ولایت کې سېلابونو په ډنډ پټان، څمکنیو او احمد خېلو ولسوالیو کې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
بلخوا د پکتیا ولایت مقام مشرتابه او اړوندو ادارو خبر ورکړی چې د خلکو د خوندیتوب او خدمت لپاره شپه او ورځ په بشپړه ژمنتیا کار کوي.
د پکتیا مقام دفتر ویلي، د اضطراري کمېټې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د ولسوالیو مسؤلین په ګډه هڅه کوي څو رامنځته شوې ستونزې پر وخت حل کړي.
چارواکي وایي چې ټیمونه دا مهال زیانمنو سیمو کې پر څار بوخت دي. یاده دې شي چې وروستیو ورښتونو د هېواد په نږدې ټولو زونونو کې خلک مالي او ځاني زیانمن کړي.

