د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست د شمېرو له مخې، د وري میاشتې له ۱۰مې تر ۱۴مې نېټې پورې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د ریاست له قوله، په دغو پېښو کې ټولټال ۵۷ کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې ۳۵ کورونه په بشپړه توګه او ۲۲ کورونه په نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه، شاوخوا ۳۲ جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.
ویل کیږي چې د ورښتونو له کبله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی. د میدان وردګ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولین د زیانونو دا کچه لا لومړنۍ بولي او په وینا یې ښایي زیانونه له دې زیات وي.

