ډېر لوستل شوي

د وروستیو سېلابونو او درنو ورښتونو له کبله کومې لویې لارې او مسیرونه تړل شوي؟

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس رسنیو ته په یوه استول شوي کلیپ کې ويلي چې د شدیدو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله د کابل-ننګرهار، پروان-بامیان، میدان وردګ-بامیان، غور-هرات، غور-کابل او یو شمېر نور مسیرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي.

ددغو لویو لارو سربېره په یو شمېر ولایتونو کې د مرکز او ولسوالیو لارې هم تړل شوي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې له اړتیا پرته په تړل شویو لارو له سفر ډډه وکړي.

یاده دې شي چې د څو ورځو پرلپسې ورښتونو په نږدې ټولو ولایتونو کې خلکو ته په یوه نه یوه ډول زیان رسېدلی دی.

اړوند خبرونه