د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې ددې ولایت په بند چک، دایمیرداد، جلرېز او بهسودو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې روانو موسمي ورښتونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د مسؤلینو په وینا، د چک ولسوالۍ په خوات، عربانو او بکسمند حوزو او دایمیرداد ولسوالۍ په نودل او ګرم آب سیمو کې د بارانونو او واورو له امله د خلکو یو شمېر هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي، چې له امله یې یو شمېر کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
ورته مهال، د جلریز او بهسودو ولسوالیو په مربوطاتو کې هم د شدیدو ورښتونو له امله یو شمېر نقلیه وسایط له سړکونو څخه وتلي، خو د یادو ولسوالیو امنیتي مسؤلینو د پر وخت اقدام په مټ له بندپاتو هېوادوالو سره پر وخت مرسته شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، د ژغورنې د هڅو په ترڅ کې ټول هغه کسان چې په خطرناکو سیمو کې بند پاتې وو، خوندي ځایونو ته انتقال شوي، ترڅو د احتمالي ځاني زیانونو مخه ونیول شي.
یاده دې شي چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې واوره او بارانونه ورېدلي، چې په ځینو سیمو کې یې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ د تګ راتګ ستونزې هم رامنځته کړې او هم یې په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې له منځه وړي دي.

