د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعیل بقایی وايي، د تهران پر وړاندې د امریکا او اسراييلو د ۳۵ ورځني پوځي بریدونو پر مهال یو شمېر افغان کډوال چې په ایران کې مېشت وو، شهيدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د دې بریدونو په ترڅ کې د ژغورنې ټیمونو یو ۸ کلن افغان ماشوم هم د نړېدلو ودانیو له خاورو را اېستلی دی. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د افغان قربانیانو له کورنیو، د افغانستان له خلکو او چارواکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا دعا کړې ده.

