ډېر لوستل شوي

کندهار کې د کور چت د لوېدو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د کندهار ولایت د پېښو سره د مبارزې چمتووالي رياست خبر ورکړی، چې تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز کور د خونې چت د لوېدو له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

ياد رياست وايي، پېښه د یوه مکتب ودانۍ ترڅنګ رامنځته شوې، چې په پايله کې یې ځاني او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

دا په داسې مهال ده، چې وروستيو بارانونو د هېواد په مرکز سربېره بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه