ډېر لوستل شوي

ملا نورالله نوري د ننګرهار له علماوو او قومي مشرانو سره ناسته کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري د یو پلاوي په مشرۍ په ننګرهار ولایت کې له ځايي مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره نورو مسوولینو سره ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې ښاغلي نوري پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پرمهال د ولسونو ملاتړ ستایلی، او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې د خلکو له هر اړخیز ملاتړ او د دوی له درنو احساساتو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي: “د افغانستان ټول ولسونه مجاهدین دي، دوی هر وخت د جهاد او مبارزې په مټ د دُښمن ملا ور ماته کړې او خپله خپلواکي یې د ایمان او افغاني غیرت په مټ اخیستې.”
بلخوا د ناستې ګډونوالو هم ویلي چې پاکستان په افغانستان کې یو مستحکم اسلامي نظام نه غواړي او کوښښ کوي، چې زموږ د هیواد اتحاد زیانمن کړي.
د دوی په وینا چې افغانان به له خپل اسلامي نظام او خاورې څخه دفاع کوي.

اړوند خبرونه