ډېر لوستل شوي

ټرمپ د خپلې کابینې د پراخو بدلونونو پر طرحه غور کوي

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابينې په کچه د پراخو بدلونونو په تړاو غور کوي.

رويټرز خبري اژانس په سپينه ماڼۍ کې د پنځو باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې دا احتمالي بدلونونه به د همدې ماڼۍ د اوسني وضعيت د بيا تنظيمولو لپاره وي، څو اداره د راتلونکو سختو سياسي حالاتو پر وړاندې چمتو شي.

د سرچينې په وينا، دا پرېکړه د لويې څارنوالې پام بانډي د خپلې دندې له ګوښه کېدو وروسته مطرح شوې ده.

د ويلو ده، چې په دې احتمالي کسانو کې د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هم یاد شوي دي.

اړوند خبرونه