ډېر لوستل شوي

ملا هدایت الله بدري د ترکیې له شارژدافیر سره د افغانستان د کاني زېرمو په اړه غږېدلی

د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د ترکیې له شارژدافیر «سادین ایلدیز» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.
د ترکیې شارژدافیر ویلي چې ترکي شرکتونه د سروزرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزیر افغانستان کې پانګونې ته د ترکي پانګوالو لېوالتیا ستایلې او دوی ته یې د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په زېرمو کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

اړوند خبرونه