د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون په موخه رسمي فرمان صادر کړی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د ياد فرمان په خپرولو سره ويلي، چې د عدلیې وزارت په مشرۍ به د لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او د چارو ادارې عمومي ریاستونه په ګډه پلاوی جوړ کړي.
د همدې فرمان په دويمه ماده کې راغلي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې په خپلو ادارو او اصولي سندونو کې کارېدونکي اجنبي اصطلاحات راټول، مناسب بدیلونه یې مشخص کړي او جدول یې ياد پلاوي ته وسپاري. د خبرپاڼې له مخې، پلاوی مکلف دی، ټول راټول شوي اصطلاحات وڅېړي، اسلامي او افغاني اصطلاحاتو ته په کتو سره مستند بدیلونه غوره کړي او خپل وروستی نظر د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړي.

