د افغانستان بانک رییس، نوراحمد اغا د یاد بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي چې تېر کال د بانکونو ټولیزې شتمنۍ د وړم کال په پرتله ۴٫۶۹ سلنه زیاتوالی ښيي چې په وینا یې دا د بانکي سکټور د ثبات، پیاوړتیا او د مشتریانو د باور زیاتېدو نښه بلل کېږي.
نوموړي همداراز ویلي چې تېر کال افغانۍ خپل ثبات ساتلی و او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت ۱۰٫۷۷ سلنه لوړ شوی دی.
د افغانستان بانک رییس همداراز د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د اوسني وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره د روانو هڅو، او د برېښنایي بانکوالۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراخېدو هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د نوراحمد اغا په مشرۍ د افغانستان بانک عالي شورا په غونډه کې همداراز د پولي سیاستونو، مالي او بانکي سکټور اړوندو موضوعاتو په اړه هم بحثونه شوي دي.

