ډېر لوستل شوي

ملا نورالله نوري: افغانستان کې نننی امنیت د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نشته

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري د لغمان ولایت د ولسي استازو او قومي مخورو غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې د دې خاورې هر وګړی د نظام ساتونکی دی.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې نننی امنیت د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نشته او په هېواد کې یې د لا زیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې ده.
بلخوا ولسي استازو او قومي مخورو هم د اسلامي امارت اوسنی دریځ یې د ولسونو دریځ یاد کړی او ټینګار یې کړی ‎ چې که د هیواد د قلمرو د دفاع اړتیا ورته پیدا شي د اسلامي امارت تر مجاهدینو به یو قدم مخکې سنګر ته درومي.
د سرچینې په وینا چې په دې غونډه کې یو شمېر نورو کسانو مسوولینو هم ویناوې کړې دي.

اړوند خبرونه