د ننګرهار امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په پچير اګام، خوږياڼو او سپين غر ولسوالیو کې د چتونو د نړېدو له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د پچیر اګام ولسوالۍ په موسیخېلو سیمه کې د یوې خونې د چت نړېدو له امله درې ماشومان شهيدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
همداراز د خوږیاڼو ولسوالۍ احمدخېلو سیمه کې هم د چت نړېدو له امله درې ماشومان شهيدان او یوه ماشومه ټپي شوې ده.
په همدې حال کې د سپین غر ولسوالۍ کهي سیمه کې د یوه کور چت نړېدلی، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د ياد دفتر په وينا، امنیتي ځواکونو د پېښو ځایونو ته پر وخت ځان رسولی او ټپیان یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

