ډېر لوستل شوي

د چین په کوربتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان مذاکرات، ممکنې پایلې او پرمختګونه


د پاکستان پوځي رژیم له خوا د افغانستان پر حاکمیت له تېري څو میاشتې تېریږي، خو ددغه کړکېچ اساسي حل او هواری نه تر سترګو کېږي. ددغه شخړو او تېري ډېری قربانیان افغان ملکي وګړي دي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري په نښه کیږي. د روږدو تر روغتون وروسته چې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله، پاکستاني پوځي رژیم آن د اختر په شپو ورځو کې هم له خپلو ورانکاریو او ړندو بمباریو پر شا نه شو.

تازه افغان لوری او پاکستاني استازي د چین په منځګړیتوب د سولې او مذاکراتو مېز ته کېناستلي دي. ویل کیږي چې دا خبرې د چین په ارومچي ښار کې روانې دي. وړمه ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل، « د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي.»

د افغان پلاوي په ډله کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارف‌الله او روح‌الله عمر شامل دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم تېره پنجشنبه وویل چې د اسلام اباد پلاوی د چین ارومچي ښار ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي اسلام اباد کې اونیزې خبري ناستې ته ویلي چې په پاکستاني پلاوي کې ګڼ لوړپوړي چارواکي شته، خو نوموړي د خپل پلاوي د غړو او جوړښت په تړاو تفصیل نه دی وړاندې کړی. چین ته د افغان پلاوي له استولو سره هممهاله د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې زموږ پلاوی به له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي موقف له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي. افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند چین ته د خپل حکومت په استازولۍ د یوه پلاوي د لېږلو خبر تر څنګ د خپل حکومت په همیشني دریځ ټينګار کړی دی. ښاغلي بلخي ویلي” دا بهیر د چین په غوښتنه” ترسره کېږي. عبدالقهار بلخي وړاندې زیاته کړې چې دوی هیله مند دي چې د متقابل درناوي، نه لاس وهنې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ روان کړکېچ ته عملي او تل پاتې حل لاره موندل کېدی شي.

چین ته د افغان پلاوي له استولو او هلته له شته مذاکراتو ډېر مالومات او ددغه بهیر وروستي جزیات په لاس کې نشته، خو ترلاسه شوي مالومات ښیي چې هلته په روانو مذاکراتو کې پرمختګ شته. که څه هم د جګړې او سولې په دواړو حالاتو کې د افغان حکومت دریځ څرګند او له حده ډېر تعامل ته نږدې ښکاري، خو پاکستاني چارواکي او رسنۍ لا هم له پروپاګند لاس په سر شوي نه دي. د پاکستان د بهرنیو او اطلاعاتو وزارت چارواکو ویلي د خبرو له پیل سره یې د افغانستان پر وړاندې تګلاره نه ده بدله شوې او نه به هم پر افغانستان له تېري او د غضب للحق له عملیاتو لاس واخلي.

بلخوا په خیبرپښتونخوا کې هم یو شمېر مشرانو، بانفوذه څېرو او د مدني ټولنو غړو هلې ځلې پیل کړي چې یوه جرګه چمتو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د جګړې پای ته رسولو لپاره د منځګړي په توګه را وړاندې شي. د افغان ـ پاک سولې جرګې تر سرلیک لاندې ددې جرګې یو ناظم ارباب شهزاد خان وايي ” دوی به د دواړو هېوادو له مشرتابه وغواړي چې په سملاسي توګه ترینګلتیا کمه او د سولې لپاره لاس پکار شي. د جرګې رابلونکي، د ( هیله) خیبر پښتونخوا څېړنيز مرکز، مشر ارباب شهزاد خان په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دې جرګې کې به د پاکستان ملي، سیاسي، او قبایلي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنو فعالان، سوداګر او پاکستان کې د مېشتو افغانانو استازي ګډون کوي. ښاغلي خان زیاته کړې، جرګه به هڅه وکړي چې متقابل درناوي، د باور پیدا کولو ګامونو او جدي خبرو له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ دایمې سولې لپاره یو میکانېزم او چوکاټ رامنځته شي. چین چې د پاکستان او افغانستان دواړو سره ګډه پوله او له دواړو حکومتونو سره نږدې اړیکې پالي، د دغو خبرو پیل لپاره یې پرلپسې ډيپلوماټیکې هڅې کولې. د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو او د اړیکو د خړ پړ کېدو وروسته چین هڅه کوله چې تشنج کم او په ټپه ولاړو خبرو د پیل په پار اسانچاري رامنځته کړي. بیجېنګ د همدې موخې د تحقق په پار کابل او اسلام اباد ته خپل استازي استولي وو او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزارتونو سره په لیکه کې وو.

که څه هم له چین وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترېنګلتیا د کمولو او دایمي اوربند د رامنځته کولو په پار د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د سولې د خبرو هڅې شوې وې، خو بدبختانه یادو مذاکراتو اغېزمنه پایله نه لرله. دا ځل د چین په منځګړیتوب ترسره شوې خبرې د یو بشپړ او بنسټیز توافق پر ځای د (احتیاطي تفاهم)هیله څرګنده شوې. دا داسې تفاهم دی چې د اوږدو خبرو او یو تلپاتي حل لپاره به لاره هواروي، تشنج به کموي او د لنډمهال لپاره به روانه جګړه پڅوي.

اوس اصلي خبره دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترېنګتلتیا او کړکېچ پای کله ممکن دی او ولې دا کړکېچ ورځ پر ورځ پېچلی کیږي؟ افغان حکومت له پیله خپل دریځ او بهرنۍ پالیسي ټولو ته څرګنده کړې چې حکومت یې د هېڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ د هېوادونو پر وړاندې ګواښ نه دی او نه هم ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کې د فعالیت او جواز اجازه ورکوي. قطر او ترکیه کې څو ځله پاکستانی پلاوی د مذاکراتو له مېز پر شا شو او په روانو مذاکراتو کې به یې ستونزې ایجادولې. افغان پلاوي ویلي و چې پاکستان له افغانستان څخه نامشروع، غیرمنطقي او غیرحقیقي غوښتنې لري. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو یوه مسله په پاکستانۍ خاوره کې د ټي ټي پي شتون دی. افغان حکومت په ځلونو ویلي چې دوی په افغانستان کې ټي ټي پي ته اجازه نه ده ورکړې او دا مسله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

افغان حکومت چمتووالی ښودلی چې د پاکستان او ټي ټي پي وسله والو ترمنځ به د مذاکراتو او روغې جوړې اسانچاري رامنځته کړي، په افغان خاوره کې به یې د نشتون او نه‌فعالیت لیکلی سند ورکړي، خو پاکستان له افغان حکومت نامشروع او غیرمنطقي غوښتنې لري. پاکستان وایي چې ټي ټي پي دې افغان حکومت لاس تړلي پاکستان ته وسپاري او په پاکستانۍ خاوره کې دې یې فعالیت صفر کړي. افغان حکومت ویلي چې دا غیرمنطقي ده چې د بل چا په خاوره کې عملیات وکړو او د دوی وسله وال ورته ونیسي. افغان حکومت ویلي چې دا غیرمنطقي غوښتنه ده او پاکستان ته پکار ده چې دا خپله کورنۍ مسله وبولي او په خپله یې حل ته لاس پکار شي. افغان حکومت دا هم ویلي چې ټي ټي پي د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره خپل ظهور نه دی ښودلی، بلکې د دوی له فعالیت او ظهور شاوخوا شل کاله تېریږي.

د چین په ګډون، سیمې او ټولې نړۍ ته روښانه ده چې د افغانستان ـ پاکستان په کړکېچ کې افغان حکومت له لومړۍ ورځې د تفاهم او د نتیجه‌لرونکو بحثونو خوا نیولې ده؛ خو برعکس پاکستاني لوري له لومړۍ ورځې هڅه کړې، چې د زور او فشار په مټ روانې خبرې او مذاکرات سبوتاژ کړي. په پاکستان کې دننه حکومت، سیاسي ګوندونه، خلک او علما یې هم پر دې اعتراف کوي چې د افغان او پاکستان په کشاله کې ملامت لوری پاکستان دی. تمه وه چې استانبول او دوحه کې شوي مذاکرات یوه پایله ولري، خو د پاکستاني پلاوي له خوا د خنډونو له ایجاد سره سم هغه مذاکرات بې پایلې اعلان او سبوتاژ شول.

افغان حکومت او منځګړو هېوادونو هیله لرله چې پاکستان د خبرو پر مېز خپله رښتینولي ثابته کړي او په رښتیني ډول د ګډې همکارۍ او د ستونزو د حل نیت څرګند کړي.

هیله ده چې په چین کې پیل شوي مذاکرات یوه پایله ولري، خو داسې ښکاري چې دا موضوع یو څه پېچلې او خدای مه کړه د پاکستان له خوا بیا سبوتاژ او له غیر واقعي غوښتنو سره پای ته ونه رسیږي. د سیاسي او نظامي چارو پوهان داسې انګېري چې په مذاکراتو کې د دواړو هېوادونو بانفوذه او لوړپوړي غړي نشته او ښایي دا مذاکرات یوازې تر پیغام رسولو، فضا جوړولو او راتلونکو غونډو او مذاکراتو ته د پیل یوه هڅه وي. د چارو پوهان انګېري چې د شته مذاکراتو پایلې او جزیات به د خپلو هېوادونو له مشرانو سره شریکېږي او له هغې وروسته به یوه توافق ته رسیږي؛ خو ژر او په لومړي ځل به د پایلې تمه او توافق یو څه سخت او ناممکن وي. پاکستان له یوې خوا دا ښکاره کوي چې ګوندې دوی مذاکراتو او د شخړو حل غواړي، خو په عمل کې لا هم د ملکیانو او پر افغان خاورې له تېري لاس په سر شوي نه دي. دوی پرلپسې ړندې مرمۍ ډزې کوي، ملکیان په نښه کوي، فشار زیاتوي او اقتصادي زېربناوې په نښه کوي.

جالبه خبره دا ده چې پاکستان په افغانستان کې بمباردونه په دې نوم کوي چې ګواکې هلته د ټي ټي پي پټ ځایونه په نښه کوي، خو په عمل کې یې تر اوسه زیاتره د ماشومانو او د ښځو په ګډون په سلګونو ملکي خلک په شهادت رسولي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پرون وویل، چې د افغانستان او پاکستان د جګړې د پیل له ورځې تر ننه چې شاوخوا ۴۱ ورځې کیږي، پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۶۲۶ ټپیان شوي. ښاغلي فطرت لیکلي: پاکستان پوځي رژيم دغه موده کې پر نهو ولایتونو ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، کونړ، لغمان، نورستان او کندهار بریدونه کړي، چې د ځاني زیان ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي. د ده په وینا: د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي. همدارنګه د پاکستان بمبار په دلیل ۶۶‍‍۱ څاروي هم تلف شوي او ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ بېځایه شوي دي. د حمدالله فطرت په وینا، د پاکستان له لوري د ویشتل شویو توغندیو، هاوانونو او توپونو شمېر هم ۱۴ زره او ۹۷۳ ته رسیږي.

د پاکستان له خوا پر افغانستان پرلپسې بمباریو او تېریو وښوده چې پاکستان په هېڅ ځای کې ټي پي پي وسله وال په نښه نه کړل او نه یې کوم ثبوت پیدا کړ. دا ښکاره کوي چې پاکستان په روانه جګړه کې ملامت او د وسله والو پر ځای ملکیان وژني. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم له خوا کېدونکي بریدونه د ملګرو ملتونود منشور د دویمې مادې او د نافذو دودیزو او نړیوالو قوانینو سره په بشپړ ټکر کې بللي دي. کارپوهانو زیاته کړې چې پاکستان هغه وخت د ځواک د کارونې او ځاني دفاع حق درلود چې لومړی پرې د افغانستان لخوا برید شوی وای.

که پورتنی بحث را لنډ کړو، نو ویلی شو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې خبرې د ښه نیت او څرګندې ارادې په مټ تر یوه ځایه پورې مثبتې او ګټورې تمامېدلای شي اوهیله ده چې په لنډو او لومړنیو ټکو یو توافق وشي. په دې ټکو کې به د ګډې امنیتي همکارۍ، د فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې د نه‌کولو ژمنه او همداشان د یوه بل د حریم د نه‌نقض کولو موارد وي. که پاکستان روغ او رښتینی نیت څرګند کړي، نو لرې نه ده چې شته ستونزې او کړکېچ به حتمي یو دایمي حل ته رسېږي، په داسې حال کې چې افغان حکومت لا له وړاندې تعامل او د نه‌تقابل نیت ښودلی دی.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه