ډېر لوستل شوي

د کرنې وزارت مرستیال روسیې ته په رسمي سفر ولاړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ روسیې ته په شپږ ورځني رسمي سفر تللی دی.

ياد وزارت وايي، چې دا پلاوی به د دې سفر پر مهال د روسیه په پلازمېنه مسکو او همداراز سن‌پترزبورګ کې د اړوندو ادارو له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر همکارۍ او تجربو خبرې وکړي.

د ويلو ده، چې په وروستیو کلونو کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه