د افغانستان ـ پاکستان د سوداګریز ـ سیاسي کړکېچ او د لارو له تړل کېدو وروسته په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا یوه سوداګریزه جوپه د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته استول شوې. د راپورونو په حواله، له منځنۍ اسیا سره د پاکستان نوی دا کوریډور د ایران له ریمدان څخه پیلیږي او بیا په مشهد ترکمنستان او همداسې د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته رسېږي.
له دې سره سم په خواله رسنیو او پاکستانۍ میډیا کې داسې غوغا خپره شوې چې ګوندې پاکستان نور افغان خاورې ته اړ نه دی او پاکستان منځنۍ اسیا ته اسانه او ارزانه لاره موندلې ده. دې ادعا د خواله رسنیو یو شمېر لوستي افغان ځوانان هم اغېزمن کړي او د پاکستان دا نوې لار یې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او سیمهییز اتصال پر وړاندې خنډ بللې.
خو بلخوا یو شمېر افغان کارپوهانو چې د هېواد پر ابادۍ راټول او د هر ډول مضر او غیرملي خوځښت خلاف یې تل خپل توغ هسک ساتلی، ویلي چې دا د پاکستان له خوا یو نمایشي حرکت و.
د اقتصادي چارو یوه کارپوه محمد نظیم سمون د ایران له خاورې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ اقتصادي اړخ ته متوجې شوی. نوموړی لیکي: ” پاکستان اړ دی چې له اوزبیکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره لومړی له کراچۍ بندر څخه د ایران په سیستان او بلوچستان کې تر تفتان بندره پورې ۱۴۳۵ کیلومتره لاره ووهي. دلته د دواړو هېوادونو د رېل کرښې د ګېج د تفاوت له امله د پاکستان له رېل څخه بار تخلیه او په څو ورځو کې د ایران رېل ته بارېږي او بیا له دې ځایه باید ۱۳۰۰ کیلومتره نور واټن ووهي څو د ترکمنستان له پولې سره د ایران بل بندر سرخس ته ورسېږي. دلته هم د منځنۍ اسیا او ایران د ګېج د تفاوت له کبله بار تخلیه کېږي او بیا د ترکمنستان په واګونونو کې بارېږي څو ۱۱۰۰ کیلومتره نوره لار ووهي چې د ترکمنستان ترکمن آباد بندر ته ورسېږي. دلته تر ګمرکي او امنیتي پلټنې وروسته رېل د اوزبیکستان خاورې ته داخلېږي او د شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره واټن په وهلو سره د بخارا له لارې بالاخره تاشکند ته رسېږي.”
د نوموړي په قول دا لاره ټولټال ۴۴۳۵ کیلومتره کیږي او شاوخوا ۲۰ ورځې په بر کې نیسي، خو د افغانستان له لارې د کراچۍ-پېښور-کابل-حیرتان-تاشکند مسیر ټول شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره لاره ده او شاوخوا پنځه ورځې په بر کې نیسي. ښاغلی سمون لیکي چې د لارې اوږدوالي او زمان ته په کتو ښایي هېڅ پاکستانی سوداګر دې قمار ته زړه ښه نه کړي چې د ایران له لارې خپل توکي اوزبیکستان او نورو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته انتقال کړي.
ښاغلی سمون د دویم دلیل په توګه وایي: “د پاکستان حکومت د خصوصي سکتور تر سخت فشار لاندې دی چې هم یې پرې د افغانستان لارې تړلې دي او هم یې یو ډېر غټ مصرفي بازار له لاسه ورکړی. اوس پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول غیر معقولانه طرحو سره له یوې خوا خپل تولیدوونکي او سوداګر وغولوي او له بلې خوا د اورمچي د مذاکراتو په سلسله کې افغانستان ته دا پیغام ورکړي چې که سوداګري او ترانزیت له قید و شرط پرته خلاص نه کړي بدیلې لارې هم لري.”
دا لاره ځکه زمانګیزه او معلقه ده چې د نورو هېوادونو له ځمکې د خپلو جوپو او اموالو لېږد سخت او یو سلسله مراتب لري. دا یوازې په دې پورې تړاو نه لري چې ګوندې پاکستان ته ځکه دا لاره اسانه پرېوځي چې ایران او ترکمنستان کې تېل ارزانه دي او سړکونه یې هم معیاري دي. د پاکستان اقتصادي پلان کوونکو دې ته پام نه دی چې هر هېواد ته د ننوتلو وخت کې محموله دریږي او ۱ تر ۲ ورځو د حق العبور او ګمرک پاکولو کې تېریږي. همدا ډول له هر هېواد څخه د تېرېدو صورت کې حد اقل پر یو کانتنر اموالو ۳۰۰-۴۰۰ ډالر د ترانزیت حق ورکول کیږي.
د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکو په طنزیه ډول لیکلي چې پر دې ټرانزیټي لارې یې یو ځل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو رسولي، خو له مزد یې شکرانه ډېره وه.!
داسې برېښي چې پاکستان یوازې د خپلو خلکو او خپلو سوداګرو د تېر اېستولو لپاره پر دې ډول اقدام لاس پورې کړی دی. پاکستان باید او باید نور د سوداګرۍ له سیاسي کولو لاس واخلي او تېرې هغه دسیسې تکرار نه کړي کومې چې یې له لسیزو راهیسې د افغانستان خلاف کارولې.
د افغانستان جیوپولټیک موقعیت له زرګونو کلونو راهیسې خپل ارزښت ساتلی او د منځنۍ، ختیځې او سویلې اسیا ټول هېوادونو اړ دي چې د افغانستان خاوره د خپل ټرانزیټ لپاره وکاروي. موږ له پخوا د تمدنونو نښلوونکي وو او دا نن هم پخوانی ارزښت لرو.
یو بل حدس هم چې د افغانستان موقعیت بیا پر نړیوال سټېج راپورته کولی شي، هغه د سمندري لارو امنیتي اندېښنې، خطرونه او حوادث دي. همداراز د اوبو متخصصین باور لري چې هغه ورځ خامخا راتلونکې ده چې د نړۍ د سمندرونو اوبه کمې، وچکالي زیاته او اوسني سمندرونه د درنو او ټرانزيټي بېړیو تاب ونه لري؛ نو یو ځل بیا به د زرګونو کلونو پخوا غوندې وچې یا ځمکنۍ لارې خپل ارزښت پیدا کوي او افغانستان به یوه ورځ بېرته د نړۍ د لر او بر نښلوونکی وي.
#امیدراډیو

