د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وایي، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په کچه د کورونو د جوړولو او همداراز د محاکمو په چارو کې نوې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي انور دا څرګندونې په کابل کې د «پرمختګ» معلوماتي وېبسایټ او د «ارګ پاڼه» د ۱۰۰مې ګڼې د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
یاد معلوماتي وېبسایټ د افغانستان د رسنیو لپاره د معلوماتي لارښود په توګه او د «ارګ پاڼه» ځانګړې ګڼه د اسلامي امارت د لوړپوړو مسوولینو په شتون کې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې پرانیستل شوې ده.
د چارو ادارې عمومي رییس د دې نوښتونو موخه د اداري چارو ښهوالی، معلوماتو ته اسانه لاسرسی او د خلکو لپاره د خدمتونو پراختیا ښودلې ده.

