د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، مولوي مطیع الحق خالص نن په «سیمهییزه ایکولوژيکي سرمشریزه» کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلی خالص به د دې سرمشریزې په عمومي غونډو او تخنیکي ناستو کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به له یو شمېر نړیوالو استازو سره د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وکړي.
سرچینې لیکلي، ټاکل شوې چې دا درېورځنۍ سرمشریزه د سیمې هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو بنسټونو او د چاپېریال ساتنې برخې د متخصصینو په ګډون سبا (چهارشنبه) پیل شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم نړیوال پلیټفارم بللی چې پکې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو حللارو موندل، د اوبو او ځمکې اغېزمن مدیریت او ګڼشمېر نورو مسایلو بحثونه وشي.

