ډېر لوستل شوي

د اسلام اباد د مذاکراتو فضا به بیا تشه او مېزونه به یې ساړه پاتې شي؟

تمه وه آن پرون امریکایي او ایراني پلاوي یو ځل بیا په اسلام اباد کې د سولې او مذاکراتو د مېز تر شا راټول شي، خو ناباوریو، فزیکي شخړو او توندو ادبیاتو لا دواړه اړخونه تر دې دمه دې ته هم نه دي چمتو کړي چې تر اسلام اباد سفر وکړي. په اسلام اباد کې لا له وړاندې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په پار ترتیبات چمتو، لارې تزیین شوې، د ښه راغلي او د مذاکراتو لوحې او بېنرونه نصب او له څو ورځو راهیسې امنیتي هڅې ګړندۍ شوي، خو د مذاکراتي پلاوي د تګ او نه‌تګ پرېکړه لا هم وروستۍ نه ده.

سپینې ماڼۍ ویلي، د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس په مشرۍ به یو امریکایی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه سفر کې به د ټرمپ ځانګړی استازی، سټيف وېتکاف او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر هم د ونس ملتیا کوي.

خو وخت یې روښانه نه دی. له بلې خوا ایراني پلاوي آن د خپل تګ ته تابیا نه ده نیولې او نه هم روښانه ده چې ایرانی پلاوی به اسلام اباد ته ولاړ شي او که نه؟

که څه هم پاکستان ښکېلو غاړو ته په قناعت او اسانچارۍ بوخت دی، خو لا هم په دې نه دی توانېدلی چې د دواړو هېوادونو استازي اسلام اباد ته راولي.

لا هم جګړه ییز ادبیات او ستوغه ژبه

د تېرې اونۍ له ناندریزو دریځونو ښکاري چې تر اوسه څرګنده نه ده چې تهران دې پاکستان ته د خپل کوم استازي استولو ته زړه ښه کړي. دا مذاکرات چې تمه وه، پرون سه شنبه پیل شوي وای، لا هم د (هو او نه) په فضا کې دي. دا مذاکرات د ایران او امریکا تر منځ د لومړیو مذاکراتو دویمه برخه ګڼل کېږي چې لومړۍ یې پرته له کوم اندک تعامل او هوکړې د امریکا له خوا بې پایلې اعلان شول. په داسې حال کې چې د اوربند ساعتونه وروستي کېږي، دواړه هېوادونه یو بل ته ګواښونه کوي، لفظي پوسټونه او یو بل ته په ګواښمنه ژبه پیغورونه ورکوي چې دې توندو او جګړه ییزو ادبیاتو د مذاکراتو پر فضا هم دروند سیوری غوړولی.

د امریکا ولسمشر ویلي: “موږ د یو ډېر عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوو او هیله لرم چې هغوی یې ومني، ځکه که ویې نه مني، متحد ایالتونه به په ایران کې هر یو برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي.”

ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، نو نور به “نرم‌خویه سړی” نه وي او په وینا یې دا پلونه او برېښناکوټونه به “ډېر ژر او په اسانۍ ونړېږي. د امریکا ګواښونکي پیغامونه د تهران له خوا بې ځوابه نه دي پاتې او د ورته او سخت غچ اعلان یې کړی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو په درشل کې اعلان وکړ: “موږ به له ایران سره یو ‘ستر تړون’ لاسلیک کړو. موږ په یوه قوي مذاکراتي دریځ کې یو. د ایران د بندرونو سمندري محاصره ‘بریالی’ وه. زه د ایران سره د اوربند د غځولو هیڅ لیوالتیا نه لرم. موږ چمتو یو چې په ایران کې پوځي عملیات بیا پیل کړو.”.

د ایران پارلمان رییس، باقر قالیباف ویلي د ګواښونو تر سیوري لاندې مذاکرات نه کوي او بېرته یې ځان جګړې ته چمتو کړی دی. ښاغلي قالیباف زیاته کړې: “ټرمپ غواړي د خبرو اترو مېز د تسلیمۍ پر میز بدل کړي او یا د اوربند او بندیز سرغړونې سره خپلې پارونې توجیه کړي.” نوموړي زياته کړې، “موږ د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې نه منو او په تېرو دوو اونیو کې موږ د جګړې ډګر ته د نويو کارډونو راوړلو لپاره چمتووالی نیولی دی.” ټرمپ وړاندې ګواښ کړی و چې که د اپرېل له ۲۲ نېټې مخکې کومه هوکړه ونشي د دې “ډېره شونتيا نشته” چې اوربند دې وغځول شي.”

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي، “تر هغه چې سمندري کلابندي روانه وي، له امریکا سره به اختلافات” دوام ولري. ښاغلي اميري مقدم پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، “تاسو نشئ کولی له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړئ، کلابندي زیاته کړئ، ایران ته د نورو جنګي جرمونو ګواښ وکړئ، په خپلو غیر معقولو غوښتنو ټینګار وکړئ، په غیر ضروري بیانونو له نورو مخکې شئ، او د ‘ډیپلوماسۍ’ د تعقیب ښکارندويي وکړئ.” ایران او امریکا دواړه پر یوه بل تور پورې کوي چې د اوربند له آرونو یې سرغړونه کړې او اوربند یې مات کړی دی.

ناتوانه او تش‌لاسی پاکستان

اسلام اباد په پوره توان هڅه کوي چې د دویم پړاو د مذاکراتو دواړه اړخونه یو ځل بیا راضي او اسلام اباد کې یې د خبرو د مېز تر شا یو بل سره مخامخ کړي، خو له پوره هڅو لا هم د ایران په قانع کولو کې پاتې راغلي. پاکستان غواړي چې دا مذاکرات یو نه یو ډول یوه پایله ولري، تر څو د پاکستان لوېدلی حیثیت ورسره لږ راپورته شي.

پاکستان آن امریکا هڅولې چې د ایران له سمندري محاصرې لاس پر شي. یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړي دي. د راپورونو له مخې، ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري کلابندۍ د لرې کولو لپاره د عاصم منیر وړاندیز به په پام کې ونیسي. د دې رسنیو په وینا، ښاغلی منیر هیله څرګنده کړې چې د ایراني پلاوي د راتلو لپاره به شرايط برابر کړل شي. داسې ویل کیږي چې د ایران او امریکا په وروستیو خبرو اترو کې، هغه د پردې تر شا د مرکزي شخصیت په توګه معرفي شوی دی. نوموړی د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف او ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د ایراني چارواکو ترمنځ اصلي منځګړی و.

دا مذاکرات او ممکنه پایلې

که څه هم د ایران او امریکا توده جګړه لا په همغه کچه ده، سمندري کلابندي روانه او په ځواب کې یې تهران د هرمز تنګی مکمل تړلی، خو سړه جګړه هم له تودې کمه نه ده او دا دواړه جګړې دویم پړاو مذاکرات زیانمنوي او کړکېچنوي. دواړه هېوادونه یو بل ته ګواښونه کوي، ستغې ستوغې یو بل ته وایي، مستقیمې حملې کیږي او د دواړو هېوادونو نظامیانو تراوسه له ماشې ګوتې نه دي پورته کړي. اسلام اباد کې د لومړیو مذاکراتو تجربه بیا تکرارېدونکې ده چې امریکا پکې خپله ۱۵ ماده ییزه طرحه وړاندې او تهران یې په ځواب کې ۱۰ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې وه چې د دواړو طرحو منځپانګه یو بل سره په ټکر کې وه. د ایران او امریکا د مذاکراتو تاریخ ښکاره کوي چې دا هېوادونه حتمي او کوټلې سولې او پایلې ته نه شي رسېدلي. که په اسلام اباد کې دواړه پلاوي خبرو ته هم کېني، ښایي په ډېرو مبتدي برخو توافق وکړي او د جګړې او سولې ترمنځ فضا به همداسې دوامداره وي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه