ډېر لوستل شوي

“په ګمرکونو راټولېدونکي محصولات بیت‌المال دی، بېځایه یې مه مصرفوئ”

د اسلامي امارت مشرتابه د مالیې وزارت د مسوولینو لپاره په جوړشوي دوه‌‌ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار د ګډون پرمهال بېلابېلې سپارښتنې کړې دي.  

د ا.ا مشرتابه د شریعت پر عملي‌کولو او د علماوو مشورو ته پر غوږنیونې ټینګار کړی دی. 

نوموړي د مالیې وزارت مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: “د بیت المال پر مسایلو ځانونه پوه کوئ او عملي یې کړئ.” او په وینا یې چې باید د بیت‌المال له مالونو سره لکه یتیم د حق غوندې چلند وشي او په شخصي مصالحو کې مصرف نه‌شي. 

د اسلامي امارت مشرتابه همداراز ویلي چې په ګمرکونو کې جمع‌کېدونکي محصولات بیت‌المال دی او پکار ده چې بې‌ځایه مصرف نه‌شي.  هغه، له خلکو سره د مسوولینو د ښه چلند سپارښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی چې خلک باید د الله تعالی له رحمت څخه مایوسه نه‌شي.

اړوند خبرونه