ډېر لوستل شوي

“اوسمهال د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان همکاري پراخه شوې ده”  

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د برېټانیا له ځانګړي استازي «ریچارډ لینډزي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړتیا او له افغانانو سره د برېټانیا حکومت او ولس د بشري مرستو پر دوام خبرې شوې دي.

اقتصادي معاونیت د ښاغلي برادر له قوله لیکلي چې اوسمهال د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي. بلخوا د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله د افغان شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له خلکو سره یې د برېټانیا د لاسنیوي په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه