د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د مالیې، کلیو بیارغونې پراختیا او د کرنې وزیرانو سره د اوبو مدیریت په اړه غونډه کړې ده.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په دې غونډه کې د چکډېمونو او د اوبو د بندونو جوړولو پروسې پر دوام او تر ځمکې لاندې اوبو د خوندیتوب او پیاوړتیا په موخه له اوبو څخه پر سمې استفادې ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې همداراز د کرنیزو کانالونو جوړولو، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د څاڅکو سیستم او له اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستې په اړه لازمې پرېکړې هم شوې دي. د یادولو ده چې د اوبو د مدیریت اړوند په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت او چارو ادارې مرستیالانو هم ګډون کړی و.

