ډېر لوستل شوي

له بندخونې تر خپل هېواده؛ له پاکستاني زندانونو ۵۶۱ افغان کډوالو ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په روانه اوونۍ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۶۱ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له دې ډلې ۴۸۱ تنه د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸۰ تنه د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته دننه شوي دي.

د مسوولينو په وينا، دا راستانه شوي کسان په پاکستان کې د اقامې اسنادو د نه درلودو له امله نيول شوي وو. ياد وزارت زياته کړې چې راستنانه شوي دا افغان کډوال له ثبت او لومړنيو مرستو وروسته خپلو سيمو ته هم لېږل شوي دي.

اړوند خبرونه