په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د سفارت د مشرتابه او کارکوونکو د هڅو په پایله کې د ۱۴۷ هېوادوالو د پاسپورټونو د نقل معلوماتو پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده.
ياد سفارت ويلي، ټاکل شوې یادو هېوادوالو ته خپل پاسپورټونه وسپارل شي.
سفارت له هغو کسانو چې نومونه یې په خپاره شوي نوملړ کې شامل دي، غوښتي چې له یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د ماسپښین له دوو تر څلورو بجو د خپلو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره سفارت ته مراجعه وکړي.

