د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي وايي چې نړیوال هېڅ حق نه لري د افغانستان په کورنيو چارو او کړنو کې لاسوهنه وکړي.
ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې د افغان ټولنې معنوي جوړښت، اصلاح او سمون یو ګډ مسوولیت دی او باید په ښه ډول ترسره شي. شيخ محمد خالد حنفي زیاته کړې چې د ټولنې د ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا د ټولو ګډه دنده ده او په دې برخه کې باید له مسوولیت څخه په سمه توګه کار واخیستل شي.

