ډېر لوستل شوي

د قزاقستان لوړپوړی پلاوی بېګاه شپه افغانستان ته رارسېدلی

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ د دې هېواد یو لوړپوړی پلاوی بېګاه شپه کابل ته رسېدلی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې سفر موخه په کابل کې د افغان ـ قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم جوړول او د قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون ترسره کول ښودل شوي دي.

په دې پلاوي کې د قزاقستان د بېلابېلو سکتوري ادارو مرستیالان، د اقتصادي بنسټونو مسوولين او د خصوصي سکټور مخکښ استازي هم شامل دي.

دا سفر په داسې مهال کېږي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، کرنې، خوراکي صنایعو او د لومړنیو توکو د تأمین په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي. ټاکل شوې چې د افغان ـ قزاق اقتصادي فورم او د قزاقستان د محصولاتو نندارتون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نويو سوداګریزو مشارکتونو، د پانګونې د جلب او د راکړې ورکړې د کچې د لوړولو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

اړوند خبرونه