د اروپا په بېلابېلو سیمو کې د روانې سختې ګرمۍ په دوام، په فرانسه کې د دوو مشاومانو په ګډون شاوخوا ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، یاد ماشومان په یوه موټر کې پاتې شوي وو او د تودوخې د لوړې درجې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه د فرانسې د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي چې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ لږ تر لږه ۱۳ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي، له همدې امله خلکو ته سپارښتنه شوې چې یوازې په څارل شویو سیمو کې لامبو ووهي.
په همدې حال کې د فرانسې په بوردو ښار کې د هوا تودوخه ۴۱ اعشاریه ۹ سانتيګرادو ته رسېدلې او د تېر کال ثبت شوی ریکارډ یې مات کړی دی. د پواتیه ښار تودوخه هم ۴۱ اعشاریه ۲ سانتيګرادو ته لوړه شوې چې د ۱۹۴۷ کال له ریکارډ څخه زیاته بلل کېږي.
راپورونه ښيي چې د اروپا روانې ګرمې څپې په څو ښارونو کې د تودوخې پخواني ریکارډونه مات کړي او د خلکو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

