ډېر لوستل شوي

کابل کې څه باندې ۵۰ جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت ته لېږدول شوې 

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه په حکم کابل کې د استوګنیزو پروژو د تطبیق په موخه ۵۱ جریبه ځمکه یاد وزارت ته لېږدول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کې نهه جریبه ځمکه د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ او ۴۲ جریبه نوره ځمکه په بګرامیو ولسوالۍ کې موقعیت لري. 

“د ځمکو د انتقال دا رسمي بهیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه ترسره شو.”

سرچینې لیکلي چې د یادو ځمکو په انتقال سره به د معیاري ښارګوټو او استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې د نافذه تخنیکي او حقوقي اصولو مطابق پر مخ یووړل شي.

اړوند خبرونه