د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له استازي، سټیفن رودریګز سره د کرنې، اوبو لګولو، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د کرنیز سکټور د ودې، د اوبولګولو د پروژو د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په بيا ځلې واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د نشهيي توکو کښت نږدې صفر ته رسېدلی او مسوولين د بزګرانو د نشهيي توکو د کښت بديل معيشت د پيدا کولو هڅې کوي.

