د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت او د همکاریو د پراختیا په اړه ناسته کړې ده.
د ياد وزارت د مقام دفتر رييس مولوي سعید احمد بنوري له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې، د بشري مرستو د زیاتوالي او د بیا مېشتېدنې د پروګرامونو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام استازو هم د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

