ډېر لوستل شوي

د رسنیو د شکایتونو کمېسیون غونډه؛ د دوو راډیوګانو ستونزې او د خبریالانو حقونه څېړل شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې ده.

د یاد وزارت ویاند خبیب غفران وایي، په غونډه کې د «تجلا» او «چنار» راډیوګانو د فعالیت اړوند ستونزو او د ځینو خبریالانو د حقونو د تأمین څرنګوالي په اړه بحث شوی او د کمېسیون غړو په دې تړاو لازمې پرېکړې کړې.

د ښاغلي غفران په وینا، د یادو ستونزو د هر اړخیزې ارزونې او حل لپاره ځانګړې کمېټې هم وټاکل شوې چې خپلې موندنې او راپور به راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه