ډېر لوستل شوي

نوي ډيلي کې د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونه ناسته شوې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزرات رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې نن په نوي ډيلي کې د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډې کمېتې څلورمه ناسته شوې ده.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا ناسته د لومړي سياسي رييس شعيب بريالي او د «پي‌ای‌اې» څانګې رييس انند پرکاش په مشرۍ د هند په بهرنيو چارو وزارت کې شوې ده.

د سرچينې په وينا، په دې ناسته کې د دوه‌اړخيزو سياسي او اقتصادي همکاريو په اډانه کې د سوداګرۍ او ټرانيټ په ستونزه او د صادراتو او وارداتو په پياوړتيا ګټور بحث شوی دی. همداراز د ناستې پر مهال افغانانو، په ځانګړې توګه سوداګرو، ناروغانو او زده‌کړيالانو ته د هند د ویزو د اسانتیاوو پر زیاتوالي، د بنسټيزو پروژو، کرنې، روغتیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختيا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه