ډېر لوستل شوي

پروان کې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله مخکې جوړه‌شوې تاریخي کلا موندل شوې 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پروان ولایت په «غوربند» ولسوالۍ کې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله مخکې جوړه‌شوې یوې تاریخي کلا له موندل‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا تاریخي کلا د «کافر کلا» په نوم یادېږي چې د غوربند ولسوالۍ په «فرنجل» سیمه کې موقعیت لري، او د لومړي ځل لپاره د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي آبداتو په ډیټابیس کې ثبت شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر مستحکم او ستراتیژیک ځای جوړه شوې، چې ګڼ شمیر امنیتي برجونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز لیکلي چې په هېواد کې به د تاریخي آثارو او سیمو د ساتنې اړوند د اسلامي امارت مشرتابه فرمان عملي کېږي او د اړتیا وړ تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه