د ایران د سپاه پاسدارانو ویاند بریټانیا ته خبرداری ورکړی، که د ایران پر ضد په روانه جګړه کې د امریکا ملاتړ او پوځي ملتیا وکړي، نو د ایران لپاره به «مشروع هدف» وګرځي.
هغه ویلي، اسراییل د ناسم استخباراتي معلوماتو په وړاندې کولو سره امریکا جګړې ته هڅوي، څو د همدې لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، اسراییل پوهېږي چې که یو ځل بیا په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، له سختو او ناوړه پایلو سره به مخ شي.

