ډېر لوستل شوي

اکسیوس: ټرمپ پر ایران د بریدونو د درولو امر کړی

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خپل پوځ ته امر کړی چې پر ایران هوايي بریدونه ودروي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، که څه هم امریکا د بریدونو د بیا پیلولو بشپړ چمتووالی لري، خو اوس‌مهال له ایران سره په خبرو بوخته ده.

اکسیوس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، امریکا له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې هره ورځ پر ایران هوايي بریدونه کول، خو ایران هم د شنبې په ورځ د منځني ختیځ پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی.

د امریکا او ایران ترمنځ روانه پوځي نښته د سیمې د پراخې جګړې اندېښنې زیاتې کړې دي. په وروستیو ورځو کې د دواړو لوریو ترمنځ د بریدونو او متقابلو ګواښونو له زیاتېدو وروسته، د خبرو د بیا پیل نښې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

اړوند خبرونه