د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد شرع وایي، دمشق هڅه کوي چې د بېلابېلو هېوادونو په همغږۍ له اسراییلو سره یو ګډ امنیتي تړون لاسلیک کړي.
نوموړي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، سوریه نه غواړي له اسراییلو سره پوځي مقابله وکړي او هیله لري چې دغه تړون به د دواړو لوریو ترمنځ د سولې او امنیت لپاره زمینه برابره کړي.
احمد الشرع ټینګار کړی چې د دې امنیتي تړون لاسلیک به د جولان لوړو په اړه د سوریې پر تاریخي دعوې هېڅ اغېز ونه لري. جولان لوړې له ۱۹۶۷ زېږیز کال راهیسې د اسراییلو تر اشغال لاندې دي.
د جولان لوړې د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسراییلو لهخوا ونیول شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د شخړې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. سوریه تل د دغو سیمو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

