ایران د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې تهران غواړي له واشنګټن سره خبرې وکړي.
نیویارک ټایمز د ایراني چارواکو له قوله ویلي، نه د مستقیمو خبرو کومه نښه شته او نه هم ایران د هر ډول امتیاز ورکولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ایران ټینګار کړی چې د ټرمپ د څرګندونو خلاف، نه له امریکا سره د مستقیمو خبرو نیت لري او نه هم د هر ډول سیاسي امتیاز ورکولو نښې تر سترګو کېږي.

