د رویټرز او ایپسوس د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، یوازې له هر درې امریکایانو یو تن د ایران پر ضد د روانې جګړې ملاتړ کوي چې د شخړې له پیل راهیسې تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.
د سروې پایلې ښيي، ډېری ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې موخې خلکو ته په روښانه ډول نه دي تشریح کړې.
د رویټرز او ایپسوس د نظرپوښتنې پر بنسټ، د ایران جګړې لپاره د امریکایانو ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی او ډېری یې وایي، ټرمپ د جګړې موخې په واضح ډول نه دي بیان کړې.

