ډېر لوستل شوي

له ګاونډیتوبه تر ستراتیژیک مشارکت؛ پر یو بل د افغانستان او اوزبیکستان اقتصادي تکیه

افغانستان له کلونو کلونو نیابتي جګړو، پردیو یرغلونو، کورني اخ و ډب او سیاسي کړکېچونو راوتی او دا دی دا ځل یې اقتصادي ځانبسیاینې او د هېواد صنعتي کېدو ته کار ویلی. د یوه بسیا او په خپلو پښو ولاړ افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره له راشې درشې پرته شونی نه دی او د هېواد د پرمختګ لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لومړیتوب لري. په همدې دلیل د افغانستان او اوزبیکستان اړیکو په تېرو پنځو کلونو کې د پام وړ بدلون لیدلی او دا دوه هېوادونه د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو تر ټولو غوره نمونه هېوادونه دي.

یوه یادونه ضروري ده چې پخوا د کابل او تاشکند اړیکې تر ډېره د سرحدي امنیت، برېښنا او محدودې سوداګرۍ پر محور راڅرخېدې، خو نن ورځ دواړه هېوادونه د پانګونې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک، رېل پټلۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د اوږدمهاله مشارکت د جوړولو هڅه کوي. د وروستیو لوړپوړو پلاوو پرله‌پسې سفرونه هم د همدې بدلون جوته څرګندونه کوي.

له سیاسي تعامل څخه اقتصادي مشارکت ته رسېدل

د اوزبیکستان ځانګړتیا دا ده چې د افغانستان په اړه یې له ډېرو نورو هېوادونو سره متفاوته سیاست غوره کړی دی. تاشکند باور لري چې د افغانستان اقتصادي ثبات د ټولې مرکزي اسیا د امنیت او اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.

همدا لیدلوری ددې سبب شوی چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ډېره د اقتصاد پر محور ولاړې وي. د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف وروستۍ څرګندونې، چې افغانستان یې د خپل هېواد په بهرني سیاست کې مهم شریک وباله، د همدې ستراتیژیک فکر څرګندونه کوي. دا حقیقت جوتوي چې افغانستان ته به نور د ګواښ او امنیتي ستونزو له دریڅې نه کتل کېږي، بلکې دا لیدلوری به اقتصادي فرصتونو او د اتصال پر لور کږېږي.

۱.۶ میلیارد ډالره سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدل یوازې یوه احصایه نه ده، بلکې د متقابل باور او ګډو همکاریو ښکاره نښه ده. اقتصادي اړیکې هغه وخت مهمې دي چې دواړو لوریو ته ترې ګټه رسېدای شي. د افغانستان او اوزبیکستان سوداګري هم پر همدې اصل ولاړه ده. افغانستان بازار او ترانزیټي دهلېز لري او اوزبیکستان پانګه، صنعت او د مرکزي اسیا بازارونو ته لاسرسی. اوسمهال افغانستان اوزبیکستان ته سکاره، کرنیز محصولات، وچې او تازه مېوې، طبیعي ډبرې او نور توکي صادروي او په بدل کې برېښنا، نفتي مواد، غنم، اوړه، ساختماني مواد او صنعتي تولیدات واردوي.

ټرانزیټ؛ د کابل او تاشکند د اړیکو اصلي محور

د اوزبیکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام مخکاموف او د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر ملا محمد فاضل مظلوم وروستۍ کتنه کې پر ټرانزیټي مواردو پراخ بحث شوی او شته ستونزې او دې برخه کې پر لا ډېرې اسانچارۍ خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول، د موټرچلوونکو لپاره د ویزو اسانتیا، د تخنیکي ټیمونو ګډ کار او د ټرانسپورټي خنډونو لرې کول څېړل شوي. دا هغه موارد دي چې په اتومات ډول د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم لا لوړولی شي. کله چې د ټرانزیټي وسایطو د سفر موده لنډېږي، د ویزو او ګمرک کارونه اسانېږي؛ نو طبیعي ده چې سوداګریز توکي پر وخت رسېږي، د توکو بیه راټیټېږي، صادرات زیاتېږي او سوداګریز رقابت پیاوړی کېږي. له همدې امله، د ترانزیټي اسانتیاوو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره یوازې اداري اسانتیا نه، بلکې اقتصادي اړتیا ده. د کابل او تاشکند اړیکې یوازې د توکو په راکړه ورکړه نه دي محدودې پاتې شوې، بلکې د ګډو صنعتي پروژو لور ته هم روانې دي. د وروستیو هوکړو له مخې، اوزبیکستان چمتووالی ښودلی چې د حیرتان په بندر کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د زنک ډبرو د پروسس فابریکه جوړه کړي. د دې پروژې عملي کېدل به نه یوازې د افغانستان د کانونو ارزښت لوړ کړي، بلکې د کاري فرصتونو، صادراتو او صنعتي ودې لپاره به هم مهم ګام وي. دغه راز، اوزبیک پانګه‌وال د انرژۍ، کرنې، کانونو، لوژستیک او تولیدي صنعت په برخو کې هم د پانګونې لېوالتیا ښيي.

له سوداګریزې راکړې ورکړې ورهاخوا افغانستان او اوزبیکستان د سیمې د یو شمېر مهمو پروژو غړي هېوادونه هم دي. د بېلګې په توګه ټرانس افغان رېل پټلۍ د افغانستان او اوزبیکستان د همکاریو تر ټولو ستره پروژه ده. دغه پروژه که عملي شي، مرکزي اسیا به د افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو او د هند سمندر سره ونښلوي. دا پروژه اوزبیک توکو توکو ته اجازه ورکوي چې د ازاد سمندر له لارې انتقال شي. همدارنګه افغانستان د ترانزیټي فیسونو، لوژستیکي خدمتونو او پانګونې له لارې سلګونه میلیونه ډالره عاید ترلاسه کولی شي. د سیمې لوی هېوادونه چین او روسیه هم له دې ګډ دهلیز څخه ګټه اخیستلای شي. همدارنګه کاسا ـزر پروژه چې د مرکزي اسیا برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي، ددې پروژه مهمه یوه ده.

د پایلې په توګه؛ د افغانستان او اوزبیکستان اړیکې اوس یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د عادي ډيپلوماټیک تعامل په کچ کې نه دي، بلکې د جنوبي او مرکزي اسیا د اقتصاد راتلونکی هم ورسره تړلی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی، د پانګونې نوې ژمنې، د حیرتان صنعتي پروژې، د ټرانزیټي اسانتیاوو پراختیا، د رېل پټلۍ ستره پروژه او د انرژۍ دهلېزونه ټول دا ښيي چې کابل او تاشکند د متقابلو ګټو پر بنسټ د اوږدمهاله اقتصادي مشارکت بنسټ ږدي.

که د اوزبیک پلاوي د وروستي سفر ژمنې او توافقات تطبیق شي، افغانستان به وکولای شي د پانګونې، قانوني اسانتیاوو او زېربناوو په برخه کې لا زیات پرمختګ وکړي. دا ښکاره ده چې افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې د نښلوونکي هېواد ظرفیت لري او اوزبیکستان هغه مهم شریک دی چې د دغه ظرفیت په فعالولو کې رغنده او اغېزناک رول لوبولای شي.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه