د نایجیریا د بینیو ایالت سیمهییز چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ایالت په یوې نښتې کې لږ تر لږه ۱۴ کلیوال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، دا نښته د ځمکو او طبیعي سرچینو پر سر د کروندګرو او مالدارو کوچیانو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په دوام رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، بینیو ایالت د دغو شخړو له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د ورته نښتو له امله سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وایي، شخړې هغه مهال لا پسې زور اخلي چې کروندګر د خپلو کروندو د ویجاړېدو په غبرګون د مالدارو پر څارویو بریدونه کوي او مالداران یې بیا غچ اخلي.

