ډېر لوستل شوي

ایران په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د توغندیز برید ادعا کړې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو نن سهار په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې توغندیز برید کړی دی.

تسنیم خبري اژانس ویلي، برید نن سهار وختي شوی او ادعا یې کړې چې د امریکا له لوري د توغندیو د شنډولو راپورونه ناسم دي.

خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، د توغول شویو ټولو توغندیو مخه یې نیولې او په دغه برید کې هېڅ مرګ‌ژوبله یا مالي زیان نه دی اوښتی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ مستقیمې نښتې کمې شوې وې او لا هم روښانه نه ده چې دا برید به د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو څه اغېز وکړي.

اړوند خبرونه