د بلوچستان سیمهییزو چارواکو د ناامنۍ د زیاتېدو له امله د نوشکي ولسوالۍ په کچه د شپې ګرځبندیز اعلان کړی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا محدودیت د سېشنبې ورځې د شپې له ۸:۰۰ بجو پیل شوی او د جولای تر ۳۱مې نېټې د شپې تر ۸:۰۰ بجو به دوام وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې د بلوچستان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او وسلهوالو مخالفو ډلو پر پوځي او امنیتي مرکزونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

