د ایران د رهبر سلاکار محسن رضايي ادعا کړې چې د ایران او امریکا په وروستیو نښتو کې شاوخوا ۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
تسنیم خبري اژانس د رضايي له قوله ویلي، د ایران د ارزونو له مخې، په وروستیو بریدونو کې ۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
رضايي د امریکا له لوري د ۶۵۰ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم «غیرواقعي» بللي دي.
امریکايي چارواکو تر دې مهاله د رضايي څرګندونو په تړاو څه نه دې ویلي.
بلخوا، ایران هم په وروستیو نښتو کې د خپلو پوځيانو د مرګژوبلې په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.

