ډېر لوستل شوي

سهیل افریدي پاکستان پوځ ته: خیبر پښتونخوا «د ازموینو لابراتوار» نه دی

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دې سيمې خلک د پوځ د امنیتي سیاستونو قرباني شوي دي.

د افریدي په وينا، که د پوځ موخه د مالي ګټو ترلاسه کول یا د نورو پروګرامونو پلي کول وي، نو باید بیه یې د خیبر پښتونخوا د خلکو په ژوند تمامه نه‌شي.

نوموړي زياته کړې: “خیبر پښتونخوا «د ازموینو لابراتوار» نه دی او خلک یې هم داسې «بې‌ارزښته» نه دي چې د نويو سیاستونو د پلي کېدو لپاره قرباني شي یا د نورو د ګټو د تأمین لپاره ترې استفاده وشي.”

دا په داسې مهال ده چې د پاکستان پوځ تر دې مخکې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پوځي عمليات ترسره کړي و چې ډېری قربانيان يې ښځې او ماشومان وو.

اړوند خبرونه